ټولنه

دملي راديو تلويزيون يو انجنير وفات شو

کابل باختر دتلي  شلمه
  په خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دملي راديو تلويزيون يو سابقه لرونکې  انجنير محمد يحيي کوهستاني  دهغې ناروغي  له امله چې ورپيښه شوي و ، پرون وفات شو .
  باختر اژانس  خبرراکړ چې انجنير محمد يحيي کوهستاني  نږدي څلويښت کاله دملي راډيو تلويزيون په بيلابيلو  تخنيکي څانګو کې کار وکړ او دغه راز د ګرځنده  دستګاو دترميمولو دلوى مدير او دملي راډيو تلويزيون  په لوى رياست کې دتخنيکي رياست  دمرستيال په توګه  هم دندي ترسره کړي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر  سيد مخدوم رهين  دارواښاد کورنۍ ته د ډاډګيرنې او خواخوږي  دمراتبو دڅرګندولو په  ترڅ کې وويل دملي راديو تلويزيون سابقه لرونکې انجنير محمد يحيي کوهستاني په ډيرو سختو شرايطو کې دراډيو او تلويزيون دستګاوي فعالي و ساتلي اوزموږ دخلکو دذهنونو  په روښانه کولو کې يې رول ولوباوه .
انجنير محمد يحيي کوهستاني  په  ١٣٢٨ کال کې دکاپيسا ولايت دکوهستان په تپه زار کلي کې وزيږيد په مير مسجدي خان ليسه کې دثانوي دوري له پاى ته رسولو وروسته دثانوي تخنيک  په ښوونځې کې شامل شو او وروسته يې  دراډيو تلويزيون دمسلکي ښوونځي تحصيلي دوره  پاى ته ورسوله، کوهستاني له هغه وروسته چې دملي راډيو تلويزيون په تخنيک  رياست کې په کار وګومارل شو نږدي څلويښت کاله يې ددغه رياست په بيلابيلو څانګو کې خدمت وکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته