-کابل باختر د کب دريمه :
يوه ځوانه ښځه په دايکنډي ولايت کې په ځان وژنې لاس پورې کړه .
دغه ښځه چې يوه کوچنۍ ماشوم ورڅخه پاتې دى پرون په ميرامور ولسوالۍ کې په خپل کور کې ځان زندى کړى دى .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، دغه کورنۍ له بې وزلۍسره لاس او ګريوان وه او ددغې ښځې ميړه هم د کار لپاره ايران ته تللى دى .
ددايکنډي ولايت دښځو دچارو رييسې ذکيې رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه ښځه اته ويشت کلنه وه او دبې وزلۍ له امله يې ځان وژلى دى .
دوړاندې شويو شميرنو له مخې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې په دايکنډي ولايت کې دښځو اونجونو د ځان وژنې شپيته پيښې ثبتې شوې دي . چې داپه خپله ددغه ولايت په تاريخ کې بې سارى دى .
بې وزلي ، په ښځو د سختى سنتي فضا واکمن والي ، تاوتريخوالي ، تيرى او جبري ودونه په دايکنډي ولايت کې په ښځو دتاوتريخوالي دزياتوالې دکچې علتونه بلل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل