امنیت

داختر په ورځوکې امنيتي تدبيرنه .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
  په قندهار ولايت کې دامنيتي حالت دښه والي او داختر د ورځو دنمانځلو په مقصد سخت امنيتي  تدبيرونه نيول شوي دي .
  دقندهار والي ډاکتر محمد همايون عزيزي نن دامنيتي مرکزونو له مسوولينو سره په غونډه کې له هغوى خخه  وغوښتل چې په قندهار ښار  او ددغه ولايت په ولسواليو کې داختر په ورځو کې امنيتي تدبيرونه پراخ کړي  چې  دقندهار ولايت ديندار او هېوادپال  خلک  وکولى شي  په ارامۍ سره  داختر ورځې ونمانځي
دقندهار والي په دغه ولايت کې دامنيتي ځواکونو ميړانې  اوزړورتيا  وستايلې او هغوى يې دهېواد او ملت رښتيني  مدافعان  وبلل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې په دې کار کې زيات جدي واوسي چې خلک په سوله اوثبات کې ژوند وکړي .
په دې غونډه کې دقندهار ولايت دملي امنيت  رييس تورن جنرال قدير محمد خان قدير داختر دورځو دښې نمانځنې په خاطر دامنيتي ځواکونو دتياريو يادونه وکړه اودهر راز همکارۍ ژمنه يې وکړه .
ده زياته کړه دښمن هروخت  دې ته چمتو  دى چې دتاريخي او  دوديزو ورځو په نمانځلو کې زموږ په ديندارو خلکو بريدونه وکړي او دخلکوخوښئ په غم بدله  کړي .
ده دامنيت په تامينولو کې ددغه رياست هر راز تيارى څرګند کړ .
ده په قندهار کې دملي امنيت درياست دنويو برياليتوبونو يادونه وکړه او ويې ويل دملي امنيت ځواکونو دقندهار دشاولي کوټ او خاکريز دولسواليو په مربوطاتو کې په ګډو عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان ونيول او دهغوى   دولس موټرسايکلونه او دوه موټرونه يې ويجاړ کړل .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ  دجنايي جرمونو پرخلاف  دمبارزې مدير سمونوال  غلام جيلاني کټوازي هم  دقندهار له خلکو سره دهمکارۍ دژمنې په څرګندولو  سره داختر په ورځو کې ددوى دتياريو په باب دقندهار والي ته رپوټ ورکړ او ويې ويل  امنيتي ځواکونه دکوچني اختر په ورځو کې دويني تر ورويستي  څاڅکې  پورې دهېوادوالو پرخدمت  کې  دي او په  ميړانې او سرښندنې سره هېواد والو ته ددغې ورځې دښې نمانځنې  په خاطر  زمينه برابره کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته