
کابل، زمري ۲۸مه، باختر
د ۱۳۳۷ هجري قمري کال د ذي القعدې میاشتې په ۲۳ تاریخ چې د ۱۲۹۸ هجري شمسي کال د اسد میاشتې له (۲۸) سره سمون خوري، د افغانستان غيرتي او مجاهد ولس د نولسمې پېړۍ زبر ځواک اشغالګر پوځونه د الله جل جلاله په نصرت او د بې مثاله مالي او ځاني قربانيو په برکت له خپلې پاکې خاورې وشړل او استقلال يې تر لاسه کړ.
په افغانستان کې د انګريز يرغلګرو لښکرو تر دې وړاندې دوه ځله د الله جل جلاله په نصرت ماتې خوړلې وه او دا يې درېيم ځل ماتې وه، چې له دې وروسته د برتانوي مستکبرې امپراتوري ښويېدلې پښه ټينګه نه شوه، په نړۍ کې له نورو مستعمراتو يې هم د ظلم ټغر ټول شو او د ۱۹مې پېړۍ د دې نړيوال ځواک امپراتوري دړې وړې کېدل د افغان مجاهد ملت په نوم ثبت شوه.
د شکر او وياړ ځای دی، چې له انګريز استعمار څخه د خپلواکۍ اخيستلو ورځ په داسې حال کې نمانځو، چې له دې ورځې (۲۸ اسد) څلور ورځې وړاندې مو د امریکايي استعمار د ماتې ورځ ونمانځله.
د افغانستان مجاهد ملت دا د ځان لپاره يو ستر وياړ ګڼي چې په مسلسل ډول يې په یوه سلیزه کې درې امپراتورۍ د خپلو مجاهدو علماوو په قيادت کې د الله تعالی په مرسته له خپل هېواده وشړلې.
د الله تعالی په نصرت د افغانانو په لاس د انګريز استعمار او له هغه وروسته د روسي پوځونو ماتې او د شوروي اتحاد پاشل کېدل او بيا د امريکا او ناټو ځواکونو شکست وښودله چې افغانستان نه تسخرېدونکی هېواد دی، خلک يې کلک مسلمانان، متحد او په خپلواکۍ مين دي.
د افغانستان مؤمن ولس په ټول وخت کې د مظلومیت په مقام کې پاته شوی دی، هیڅکله یې نورو هېوادونو او ولسونو ته د ظلم او ضرر رسولو اراده نه لرله او نه يې لري، خو متأسفانه چې نورو زبرځواکونو د دې ولس په حقوقو او آزادي تېری او ظلم کړی دی, چې نتیجه يې هم نه ده ورکړې او بالعکس يې یرغلګر د الله جل جلاله په نصرت په خپلو کړنو پېښیمانه کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت خپل مؤمن مجاهد ملت ته د خپلواکۍ له وياړ ډکې ورځې مبارکۍ وايي او د دې تر څنګ څرګندوي چې اسلامي امارت د مجاهدو اسلافو په قربانيو ساتل شوي ديني ارزښتونو، عقيده، فکر او فرهنګ ساتنې ته هماغسې په بې مثله قربانيو ژمن دی او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ دا وياړونه او ارزښتونه کم وګڼي او يا پرې وبلوسي.
اسلامي امارت د يو خپلواک او مشروع نظام په حيث د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت په بناء په سالمو اړيکو باور لري او لکه څنګه چې يې هيڅکله چا ته د ظلم او ضرر رسولو اراده نه ده کړې، له نورو هم هيله کوي چې داسې پاليسي غوره کړي چې د ټولو په خير او فلاح تمامېږي.
د افغانستان اسلامي امارت