کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دخوست ولايت قومي مشر اومتنفذ شخصيت سيدمحمد کوټوال د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي .
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد سيدمحمد کوټوال کلونه کلونه په دولتي اداره کې کار وکړ اوبيا يې دخپلې سيمې سپين ږيري په توګه د خپلو خلکو خدمت کاوه دده مړينه يوه ضايعه ده .
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ او دوستانو اودخوست ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالي دې دى وبخښي ا وکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ