خبرونهامنیت

په لښکرګاه – قندهار لويه لاره کې لسګونه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
په داسې حال کې چې د لښکرګاه – قندهار لويې لارې په اوږدوکې د ډار اچونې ضد عمليات دوام لري، پوځي مقاماتو د دغې لويې لارې په دواړو خواوو کې د لسګونو کليو د پاکولو خبر ورکړ.
دغه عمليات د سلګونو افغان ځواکونو په ګډون او د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ له اتو ورځو راپدېخوا دوام لري.
د هلمند امنيه قوماندان جنرال خليل الرحمن جواد باختر آژانس ته وويل چې افغان ځواکونه تراوسه د وسله والو طالبانو له شتون څخه د لښکرګاه-قندهار لويې لارې په دواړو خواوو کې د لسګونو کليو پر پاکولو بريالي شوي دي.
هغه وويل چې دغه لويه لاره به ډېر ژر د ترافيکو پرمخ پرانیستل شي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ افغان ځواکونه بريالي شوي دي چې له دغې لويې لارې څخه لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړي.
د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د اتو ورځو عملياتو په بهير کې ۵۰ وسله والو طالبانو مرګ ژوبله اوښتې ده.
څو مياشتې کېږي چې مسافر او تجارتي کاروانونه د قندهار – لښکرګاه لويې لارې د تړلتيا په دليل له ستونزې سره مخ دي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته