ټولنه

د وروستيو سيلاوونو له زيانمنو شويوکسانو سره مرسته وشوه

کابل باختردثور دمياشتې ١ :
له هغو کورنيو سره چې په بغلان ولايت کې دسيلاوونو د راوتلوله امله زيانمنې شوې دي؛ نن د  لګښتي مالونو مرسته  وشوه.
د بغلان ولايت د سرې مياشتې رئيس عبدالرحيم قيومي دباختر آژانس خبريال ته  وويل : دغه کورنۍ د پلخمري ښار د خواجه الوان د دښتې اوسيدونکي دي چې شمير يې ١١٦ تنو ته  رسيږي.
قيومي زياته کـــړه:  د شپږ ديرشو کورنيو د استوګنې کورونه په  بشپړه توګه  ويجاړ شوي دي او په  هرې کـــورنۍ په  يوې خيمې سربيره د پخلنځي يوسيټ ، اته تختې شړۍ او يو ترپال  وويشل شول.
ويل کيږي اتيا نوروکورنيو ته چې کورونه يې په قسمي ډول زيانمن شوي دي،    له  خيمې  پرته نوره مرسته ورسره شوې ده.
قيومي زياته کړه: د وروستيو سيلاوونو له امله په  زيانمنو شويو کسانو د مرستې  د ويش  بهير دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته