کابل باختر د وري پنځلسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره د جګړې په بهير کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن غرمه په سنګين ولسوالۍ کې دپوځيانو له خوا بريد وشو.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په سنګين ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په هلمند ولايت کې پوځيانو د جنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
دغه ډيپوګانې د نادعلي او سنګين په ولسواليو او د لښکرګاه ښار بازار ته څېرمه د وسله والو طالبانو په پټنځيوکې ساتل کيدې .
له دغو ډيپوګانوڅخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
0 1 دقیقه لوستل