اقتصاد

دهالند په نندارتون کې دافغانستان دقيمتي ډبرو بې سارې هرکلى

کابل باخترد تلې ٣
دافغانستان قيمتي ډبرې په هالندکې په نړيوال نندارتون کې دنړۍ دننداره کونکو له بې سارې هرکلى سره مخامخې شوې.
په دې نړيوال نندارتون کې دنړۍ د ديرشو هيوادونو قيمتي ډبرې او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوې وو.
په دې ننداتون کې دافغانستان غرفې زيادې ننداره کوونکي لري. افغان سوداګر عمر چې په دغه نندارتون کې د افغان سوداګرو مشرى په غاړه لرې، باختر آژانس ته وويل: په دې نندارتون کې افغاني محصولاتو زيادې کتوونکي درلودل.
ددغه افغان سوداګرې دڅرګندونو له مخې، دافغانستان قيمتي ډبرو له ځانګړې کيفيت سره چې لرلې، ننداره کوونکي حيران کړي دې.
دافغانستان قيمتى ډبرې په تيره پيا دبدخشان دګران او منجان نو لاجورد او دپنجشير زمرد دلوړ کيفيت په لرلوسره نړيوال شهرت لري، خو ويل کيږي په دې نړيوال نندارتون کې دافغانستان قيمتى ډبرې لعل ،ياقوت ،فلورايت او ګارانيت هم په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي و.
په دې نندارتون کې دافغانستان لاسي صنايعو زياد ننداره کوونکي درلودل. په هالند کې دافغانستان سفير عنايت الله نبيل له باختر آژانس سره په خبرو کې دافغانستان له قيمتى ډبروڅخه دنړۍ د زيادهرکلى له امله خوښي څرګنده کړه او هيله يې وکړه چې دغه هرکلى وکولاى شي داقتصادي ودې لپاره په نړيوالو بازارانو کې دافغانستان دقيمتى ډبرو ايستلو او صادراتو ته پراختيا ورکړي.
د وړاندې شويو شميرنو له مخې سره لورې چې په افغانستان کې دقيمتى ډبرو له کانونو څخه لږه ګټه اخستل کيږي خو له دې پلوه ته په کال کې شپږ مليونه ډالره  دولت ته ګټه رسيږي.
دملګروملتو سازمان په خپله يوه پراختيايي رپوټ کې ويلى دى، که چيرې په افغانستان کې دقيمتى ډبرو د رايستلو او صادراتو په برخه کې پاملرنه زياته شي دغه هيواد کولاى شي په کال کې له دې پلوه ته دوه سوه ميلونو ډالرو پورې عوايد تر لاسه کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته