سیاست

له ایران سره په پوله د افغانانو د شهادت په اړه د خپرو شویو راپورونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت څېړنې دوام لري

کابل/ د غویي ١٦ مه / باختر
د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې د افغان مسافرینو پر وړاندې د ناسم چلند او د یو شمېر افغانانو د شهادت په اړه د خپرو شویو راپورونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت څېړنې دوام لري. د څیړنو په جریان کې یو لړ پرمختګونه هم شوي دي.
دبهرنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران له اسلامي جمهوریت سره په تماس کې دی او له دوی څخه یې غوښتي دي ترڅو دوی هم له خپله اړخه د شویو ادعاوو په رابطه څېړنې پیل کړي او پایلې له افغان حکومت سره شریکې کړي ترڅو د تصامیمو په نیولو کې مرسته وشي.
د قربانیانو له کورنیو سره د هرات سیمه ییزه اداره د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په رهبرۍ په تماس کې ده او د دوی له پاره د اړینو مرستو تابیا شوې ده.
سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وخت په وخت خپل معلومات د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې د هر ډول پرمختګ په اړه ولس ته معلومات ورکوي.پاى- ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته