خبرونهTOPټولنهروغتیا

په هلمند کې د ۱۲۷ زره ډالرو په لګښت څلورو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې

کابل، د لړم ۲۳مه، باختر
د هلمند ولایت په نادعلي، دېشو، نوزاد او ناوې ولسوالیو کې د ۱۲۷ زره ډالرو په لګښت څلورو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې.
د یادو روغتیايي مرکزونو د پرانیستلو پرمهال د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده وویل چې عامې روغتیا وزارت د هلمند ولایت ټولو اوسېدونکو ته ځانګړې پاملرنه کوي ترڅو یې وګړو ته پر وخت روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.
ورته مهال د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وویل چې هڅه کوو ټولو لرې پرتو سیمو ته روغتیایي خدمات وغځوو ترڅو د خلکو روغتیایي ستونزې حل شي.
په همدې حال کې د افغان روغتيایي او پرمختیایي مؤسسې ولایتي مسؤل ډاکټر ذبیح الله فیضي وویل چې د یادو روغتیایي مرکزونو چې درې یې بشپړ او یو فرعي روغتیایي مرکز دی ودانۍ یې د ۱۲۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د افغان روغتیایي او پرمختیایي مؤسسې له لوري جوړې شوي, چې نن ګټی اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي زیاته کړه چې ټول روغتیایي مرکزونه د کانټینرونو په وسیله د یادو ولسوالیو په سپینو ساحو کې جوړ شوي چی مجهز اطاقونه، د اوبو او لمریزې برېښنا په آسانتیاوو سمبال دي.
د دغو سیمو اوسېدونکو هم د یادو روغتیایي مرکزونو پر جوړېدو خوښي وښوده او له همکارو موسسو او د عامې روغتیا ریاست څخه یې وغوښتل چې روغتیايي مرکزونه ورته نور هم زیات کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته