(PS)خبرونه(PS)نړۍ

له ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

 نړیوالې سرچینې، کابل، د وري۱۳ مه، باختر

د پاکستان پوځ ویلي، څلور پوځیان یې له ایران سره پولې ته څېرمه په یو برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې تایید کړې چې پرون پولې ته څېرمه په کیچ ضلعې سیمه کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو برید شوی دی.

د پاکستان پوځ ویلي چې په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره له ایراني لوري سره ‘اړین تماسونه’ نیول شوي دي.

ایران لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم د بلوچستان په پنجګور

ضلع کې د پاکستان- ایران پولې په اوږدو کې د ترهګرو په برید کې ۴ پوځیان

وژل شوي وو.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا