خبرونهټولنه

له ایران څخه بېرته راستنېدونکو کورنیو نغده مرسته ترلاسه کړه

کابل، د زمري ۸ مه، باختر

د IOM مرستندوی دفتر پرون پر هغو کورنیو نغدې پیسې ووېشلې چې له ایران څخه په زوره ایستل شوې دي.

د فاریاب د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس الحاج داملا سیف جهادي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د فاریاب ۶۶ کورنۍ چې په دې وروستیو کې له ایران څخه اېستل شوې وې د IOM  دفتر له لوري پرې نغدې پیسې ووېشل شوې چې هرې کورنۍ ۱۲۴۰۰ افغانۍ  ترلاسه کړې.

په همدې حال کې د فاریاب د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین له کورنيو او بهرنيو موسسو څخه وغوښتل، چې د دغه ولایت له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا