امنیت

اووه تنه په پروان کې ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
اووه تنه  په پروان ولايت کې  په دريو جلا جلاپيښو کې ووژل شول.
دپروان ولايت  امنيه قوماندان  دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  دجبل السراج ولسوالۍ  يوه اوسيدونکې ځوانه نجلۍ  نن سهار  دنامعلوم دليل له مخې دخپل ورور له خوا  دتومانچې په ډزوسره  ووژله  شوه او قاتل له ساحې څخه تښتيدلى دى  اودپوليسو ترتعقيب لاندې دى.
ده وويل؛ دپروان ولايت دمرکز  تيلانچي په ساحه کې  دوو تنو ځوانانو  چې 
پخوا له يوبل سره يې دښمني درلوده کله چې مخامخ شول  دښکاري ټوپک په واسطه يې په يو بل باندې  ډزې وکړې او دواړه ووژل شول.
په دې باب دپوليسو تحقيقات پيل شوي دي.
دپروان ولايت امنيه قوماندان وويل   چې دسياه ګرد _ چاريکارو په تګلوري کې ديوه سراچه موټر دچپه  کيدو له امله څلور تنه ووژل شول.
پاى جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته