-کابل باختر د کب اوولسمه :
په قندهار ولايت کې دجنايي پيښو په اړوند يوسلو څلور شپيته تنه ونيول شول.
دغه کسان په وروستيو پنځو اوونۍ کې ددغه جنوبي ولايت په بيلابيلو سيمو کې نيول شوي دي . .
دهېواد په جنوب کې دپوليسو يو مقام باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو ، دانسان تښتونې او دشوکماري تور لګول شوى دى.
ده وويل چې دغه کسان دقندهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي مامورانو دعملياتو او پلټنې په بهير کې نيول شوي دي .
له نيول شويو کسانو څخه په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ