امنیت

په پکتيکا کې دعملياتوپه دوام ١٠٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٦ :    
په پکتيکا ولايت کې دافغان دفاعي او امنيتي ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري او دښمن ته  دسر دروند زيان اوښتى دى.
دملي دفاع  وزارت وياند دولت وزيري وايي ؛ په پکتيکا ولايت کې عمليات په داسې حال کې پيليږي  چې  يوه اوونۍ مخکې په سلګونو تنو تروريستو طالبانو  دوسله والو طالبانو  دډلې  له خوا دپکتيکا ولايت لپاره دنومول شوي والي  بلال ځدران په مشرۍ ددغه ولايت  د وړمه مې ، وازه خوا او تروې په ولسواليو  په يولړ يرغليزو بريدونو لاس پورې کړ او غوښتل يې  چې دغه درې ولسوالۍ ونيسي   دوى  د  پيرآغا په نامه دطالبانو يو سيمه ييز قوماندان چې دغزني ولايت    په ناوې ولسوالۍ کې يې فعاليت کاوه  يو ځاى شول  اوپه ساحه کې يې  دډاراچوونکو پراخ شمير جوړ کړى و.
په همدې  حال کې دملي اردو او دسرحدي پوليسو دځواکونو چاڼيزعمليات ترسره کړل  چې له امله يې   دعطاالله ، مولوي عبدالقدوس او دمولوي  جمشيد په نومونو دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون  ١٠٥تنه ياغي طالبان ووژل شول  ٩٢تنه ټپيان او يوشمير نوريې ونيول شول.
دغه راز په دغو عملياتو کې دکابو  ١٤٠ کيلومترو په اوږدوالي مواصلاتي لاره پاکه شوه او ٢٥ماينونه کشف اوشنډ شول   او په خوراکي توکو بار دوه موټرونه
ا و درې پيکپ موټرونه او ٣٢ موټر سايکلونه له يوې اندازې وسلو او  دسپکو او درندو وسلو مهمات له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته