سیاست

وروستي ترورستي پيښې دمشرانو جرګې له خوا وغندل شول

کابل باختر د چنګاښ درې ويشتمه .
دمشرانوجرګی درییس فضل هادی مسلم یار په مشری ددی جرګی په نننۍ عمومی غونډه کی، دوروستیوتروریستی بریدونو دغندلو ترڅنګ دیو شمیردایمی کمیسیونونو کاری رپوټونه وړاندی شول.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغونډی په پیل کی دمشرانوجرګی رییس اوسناتورانوپه خپلو خبرو کی په خوست،بغلان،کاپیسااوپکتیکا ولایتونوکی بمي چاودنې اوځانمرګي بریدونه وغندل او د الله(ج)له دربار څخه یې ددی پیښو شهیدانو ته جنت فردوس،ټپیانو ته دروغتیا اوزیانموشویو کورنیو ته دجمیل صبرغوښتنه وکړه.
په همدی ډول ځینوسناتورانویوځل بیا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کی دجګړوپرغزیدواندیښنې څرګندې کړې ویې ویل چی دداعش اوطالبانوترمنځ جګړه دیوی سرچینی له خوا سازماندهی اوتمویلیږی اولیدل کیږی چی دسیمی استخباراتی کړی،خپلو ناپاکو هدفونوته درسیدلو په موخه وسلوال ګروپونه دډیورندکرښی له پوری غاړی کله دداعش او کله دطالبانو تر بیرغ لاندی ننګرهار ولایت ته رالیږی اودخلکو داوسیدنی سیمو ته څیرمه یو دبل په وړاندی جګړه کوی اوپه پایله کی دسیمی عام خلک وژل کیږی اویاهم خپلو کورونوپریښودلو ته اړ کیږي،خوحکومت یوازې دلیدونکي حیثیت غوره کړی اودحکومت داادعا یی چی ګواکی داد داعش اوطالب جګړه ده،تر کلکی نیوکی لاندی ونیوله اوپه ډاګه یی کړه چی دعامو خلکو دامنیت ساتنه دحکومت مکلفیت دی او بایددننګرهار ولایت دجګړه ځپلو سیمو دامنیت په ساتنه کی اړین او کوټلی ګامونه پورته کړی. همدارنګه یادونه وشوه چې د فاریاب ولایت امنیتی وضعیت هم د اندیښې وړ دی او د ولسی پاڅوانوالو سره هیڅ ډول مرستی نه دی شوی او همدا مهال د یادو سیمو سربېره ،اته نور ولایتونه هم امنیتی ګواښ سره مخ دي ، سره له دی چې بشپړ امنیتی ځواکونه په دی سیمو کې شتون لری خو د امنیتی سکتورونو او ولایتونو تر منځ د نه همغږې له امله ګټور ګامونه نه دي پورته شوي اوهم دنورستان ولایت سناتور ددی ولایت دامنیتی تهدیدونوپه اړه خبری وکړی،زیاته یی کړه که چیری اړوند ارګانونه لازم تصمیمونه ونه نیسی،داولایت به له جدی ګواښونو سره مخ شی.غونډی د موضوع د مبرمیت بر بنسټ پریکړه وکړه چې د دفاعی چارو او کورنی امنیت کمېسیون دی،تر لوړګواښ لاندی ولایتونو دسناتورانو په ګډون داوړی په تعطیلاتو کی داړونده امنیتی ارګانونو دمسوولینو سره استماعیه غونډه جوړه او دامنیتی ستونزو او ګواښونودله منځه وړلو په موخه دی اړینی لاری چاری ولټوي.
همداراز دمجلس غړودحکومت اودطالبانوترمنځ په اسلام آبادکی دسولی دوروستۍ ناستی په اړه دخپلو نظریو دوړاندی کولو په ترڅ کی وویل،چی دسولی دخبرو پر مهال باید ښکیلې ډلې دښه نیت او باور دفضادرامنځ ته کولو په موخه جګړو ته دپای ټکی کیږدی اویا دی هم دجګړوشدت راکم کړی ،اما داسی ونه شول بیاهم تروریستانو دروژی په دې مبارکه میاشت کی د خپلو بادارانوپه اشاره په خوست، بغلان،فاریاب،نورستان اونورو ولایتو نو کی ځانمرګو اویرغلیزوبریدونو ته دوام ورکړی اوزموږ په لسګونوتنه بی ګناه هیوادوال یې شهیدان کړی دي.
دمجلس غړو په کابل ښار کی دانسان تښتونی،وسله والی غلااودجنایی جرمونو زیاتوالی څخه یادونه وکړه او دهغې پیښې په کلکه غندنه وکړه چې څه موده وړاندی دکابل په ښارکی دیویوشمیر وحشی انسانانو له لوری په یودری کلن ماشوم جنسی تیری اوبیا وژل شوی و،غونډی غړیو ټینګار وکړ چه دیادې زړه بوګنوونکی پیښی عاملین دی ونیول شي اوپه سخته سزا دی محکوم شی.
په همدی ډول دولسی جرګی او ولسوالیو شوراګانو دانتخاباتی مهال ویش(تقویم)نه اعلان او دټاکنیزنظام داصلاح دکمیسیون دکارنه پیل کیدل باندی نیوکه او داجراییه رییس په وروستیو ویناوو تبصری وشوی،وویل شول چی نوموړی هم په حکومت کی شریک دی اوهم داپوزیسیون په رول کی په حکومت انتقادکوی،خونوموړی باید ملت ته دخپلو کړنو رپوټ وړاندی کړی اوهمدارنګه دمعلولینواوشهیدانودورثی داوه میاشتنیو مادی امتیازاتوپر نه اجرا کولو نیوکه اوټینګار وشو چې دملی یووالی حکومت دی په بشپړ تفاهم اوهمغږی هیواد له اوسنی کړ کیچ څخه را وباسی.
دمشرانو جرګې رییس دیادو موضوعاتو دراټولونې پرمهال دیوشمیر ولایتونو دامنیتي حالت اود تروریستي ډلې داعش او طالبانو دشتون په اړه دننګرهار دسرحدي سیمودخلکو اندیښنې پرځای وګڼلې ویې ویل ددغو دواړو ډلو ترمنځ درامنځ ته شویو نښتو له امله ملکي خلکو ته زیان اوښتی او همدا اوس دڅو ورځو راهیسې دبد امنیتي حالت له امله دماشومانو په ګډون دلوړ عمر درلودونکو عام وګړیو جنازې په کورنو کې ساتل کیږي چې باید حکومت دلیدونکې حالت نه ووځي او ډیر ژر دې د هغو سیمو په پاکولو لاس پورې کړي چې ډیری ډاراچوونکي دپاکستان څخه ورته راځي او یا دې هم دسیمو اوسېدونکو ته امکانات برابر کړي چې دتیر په څېر دخپلو سیمو څخه ساتنه وکړي . مسلم یار ټینګار وکړ چې دبیړني حالت کمیټه مکلفه ده څو بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې ورسوي ، دمشرانو جرګې رییس سوله یو جدي اړتیا وګڼله ویې ویل باید زموږ هېوادوال دواقعی سولې څخه برخمن شي نه دا چې دطالبانو استازي دخبرو اترو په پلمه بهرنیو هېوادونو ته په تګ سره ښه امکانات ترلاسه کړي او په هېواد کې جګړه نوره هم پیاوړې کړي ، فضل هادي مسلم یار دشهیدانو او معلولینو کورنیو ته دهغوی دحق په ورکولو دټینګار ترڅنګ وویل که چیرې حکومت په رښتیا هم دیموکراسۍ ته پابند وای نو له وړاندې به یې دولسي جرګې او ولایتي شورا ټاکنو ته زمینه برابره کړې وای . ده ټینګار وکړ چې دیادو ټاکنو دوخت دټاکلو او دټاکنو داصلاح کمیسیون دچارو پر پیل باید مسولین کار پیل کړي.
همدارنګه په غونډه کې دسناتورې ډاکټر انارکلي هنریار له خوا دبودیجې مالي ملي اقتصاد دکمیسیون دپنځم تقنیني کال دلومړني اجلاس کاري رپوټ ، دسناتورې لیما احمدي له خوا ددیني ، فرهنګي معارف او لوړو زده کړو دکمیسیون رپوټ،دمحمد رحیم حسن یار له خوا دتقنیني عدلي او قضایي چارو دکمیسیون رپوټ،دانجینر احمد جاوید رووف له له خوا دمخابراتو او مواصلاتو دکمیسیون کاري رپوټ، دډاکټر زلمي زابلي له خوا دشکایتونو داوریدو کمیسیون کاري رپوټ او نجیبی حسیني له خوا دقومونو قبایلو او سرحدونو چارو کمیسیون رپوټ وړاندې شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته