امنیت

د لغمان د نننۍ چاودنې زیات قربانیان د دیني مدرسې زده کوونکي دي

کابل/دتلې۲۴مه/باختر
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ د ننني موټر بم په چاودنه کې د یوې دیني مدرسې ٢٠ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې نن سهار شپږ بجې د الیشنګ ولسوالۍ د ودانۍ په دروازه کې د موټر بم چاودنه شوې چې زیات زیان یې ولسوالۍ ته څېرمه په دیني مدرسه کې زده کوونکو ته اوښتی دی.
د الیشنګ ولسوال سېد شریف پاچا د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي دي چې په چاودنه کې دوه سرتېري شهیدان شوي او د شپږو نورو سترتېرو په ګډون ۲۴ ملکي وګړي ټپیان شوي چې په ټپيانوکې زیات د یوې دیني مدرسې زده کوونکي دي.
په همدې حال کې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي چې په چاودنه کې د یوې دینې مدرسې شل زده کوونکي ټپيان شوي او یو جومات هم ویجاړ شوی دی.
دولتزی زیاتوي چې د پېښې ټپيان د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
له بلې خوا د مهترلام د ولایتي روغتون رییس فاروق سهاک وايي چې د پېښې له ځای ورته دوه شهیدان او د یوې مېرمنې په ګډون ١٨ ټپيان وروړل شوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته