کابل باختر د تلي پنځمه :
د پنجشير ولايت د عدليې رياست نوې ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارله شوه.
د پنجشير د عدليې رييس عبدالمجيد لايق د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ د جاپان له خوا د څلور سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
ده څرګنده کړه چې د پنجشير ولايت د عدليې رياست نوې ودانۍ له ټولو تجهيزاتو سره يې اته اداري خونې او د کنفرانس يوسالون لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ