سیاستخبرونهاقتصادتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له بې وزلۍ څخه د خلاصون لپاره بايد د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي

تبصره، کابل، د زمري١٩ مه، باختر

په افغانستان کې له بې وزلۍ او د خوراکي توکو له کمښت سره د مبارزې لپاره بايد د افغانستان له اوسنيو شرايطو سره په تناسب سملاسي او جدي اقدامات ترسره شي، شرايط ايجابوي چې مرستې بايد له سياسي تړلتيا پرته وي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بايد آزادې شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: نړيوال بانک پرون رپوټ ورکړ، چې د افغانستان په

ګډون د نړۍ اووه هېوادونه د خوړو او پور له بحران سره مخ دي او د دې ستونزې د حل يوازينۍ لار دغو هېوادونو ته د خوراکي توکو واردول دي.

د نړيوال بانک په رپوت کې افغانستان،  ايريتريا، موريتانيا، سومالي، سودان، تاجکستان او يمن په ترتيب سره  ډېر بې وزله هېوادونه ياد شوي  چې د خوړو او پور له بحران سره مخ دي.

په دې رپوټ کې د افغانستان په اړه په مشخص ډول ويل شوي چې د وچکالۍ په ګډون طبيعي پيښو افغانستان ته  زيات زيان اړولى دى او د غنمو حاصلات يې کم کړي دي.

د نړيوال بانک په دې رپوت کې دغو هېوادونو ته د بېړنيو مرستو زياتوالى د ممکن حل يوه لاره بلل شوې ده.

په دې کې د شک ځاى نشته چې پرله پسې وچکالۍ د افغانستان خلکوته زياتې اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي يوه ستونزه چې افغانستان يې د بې وزلۍ او د خوراکي توکو د کمښت له بحران سره مخ کړى هغه ماجرا جويانه  بنديزونه او پروګرامونه دي چې د افغانستان اقتصاد يې د فلجوالي تر پولې پورې رسولى دى.

د اقتصاد وزارت د مقاماتو دغه څرګندونې  چې د نړيوال بانک د رپوټ په غبرګون کړې دي (د اقتصاد وزارت د دغه رپوټ په غبرګون کې وايي چې په افغانستان کې د خوړو بحران د امريکا له خوا د افغانستان  کنګل کېدو زېږنده ده) د دقت وړ دى.

د امريکا او د نړيوال بانک په ګډون نړيوالو بنسټونو او هېوادونو د افغانستان د اسعاري شتمنيو په کنګل کولو سره په افغانستان کې د بېوزلۍ بحران پراخولو ته لمن وهلې ده  او دا د سياسي پروګرامونو يوه برخه ده.

د تېر يو کال پېښو په څېړلو سره دې نتيجې ته رسېږو چې  مقيد بنديزونه او پلانونه  چې د يو کال په موده کې په سيستماتيک ډول د افغانستان پر وړاندې عملي شوي دي پايله يې اوسنی ناوړه حالت دى.

نړيوال بانک د هغو هېوادونو د ستونزو يوازينۍ لار چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي دغو هېوادونو ته د خوراکي توکو لېږدول بللي دي.

د افغانستان د خلکو په نظر دغه لارښود کولاى شي يوازې د يوې لنډې مودې لپاره  ستونزه حل کړي په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو ستونزې پيچلې او زياتې دي له دې جملې څخه د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر وړاندې کول کې سياسي نظر، د موجود نظام پر وړاندې د بنديزونو لګول او د امريکا او نړيوال بانک له خوا  د افغانستان د شتمنيو کنګل کول.

ښه دا ده چې نړيوال بانک د فرمايش او د نسخې د ورکولو پرځاى خپله عمل وکړي او په لومړي ګام کې د افغانستان د خلکو هغه امانت او شتمنۍ چې له ځانه سره آزادې کړي او په دې کار سره به د افغانستان د خلکو د ستونزو په حلولو کې ستره ونډه واخلي.

د لنډې مودې لپاره افغانستان ته د خوراکي توکو لېږدول يو ښه کار خو مقطعي دی او نه شي کولاى ستونزې په اساسي ډول حل کړي.

ښه دا ده چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د موجود بحران د حل کولو لپاره د دغه هېواد د حکومت د پروګرامونو په عملي کولو سره چې د اقتصاد وزارت له لوري په څلورو مؤلفو کې چې د افغانستان د بنسټونو پياوړتيا،  د کرنې ميکانيزه کول، د سوداګرۍ او ترانزيت  پراختيا په برخو کې همکاري وکړي.

دغه څلور مؤلفې کولاى شي افغانستان په  پړاويز ډول اقتصادي خود کفايي ته نږدې کړي او د افغانستان بار د نړيوالې ټولنې له اوږو څخه کم کړي.

بايد وويل شي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او د خوراکي توکو د کمښت ستونزه  سملاسي نه ده رامنځته شوې او په سيستماتيک ډول رامنځته شوې او پراخ شوى.

ښه دا ده چې نړيوال بنسټونه پر وچکالۍ برسېره د دغې ستونزې نور عوامل هم وڅېړي  يوازې د رپوټ برابرول بسنه نه کوي.

دغه خبره بايد بيا وشي چې بايد د افغانستان د اوسنيو شرايطو په متناسب جدي او سملاسي اقدامات ترسره شي.

شرايط اېجابوي چې مرستې بايد له سياسي تړلتيا پرته  ترسره شي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا