امنیت

دملي اردو يو سرتيرى دامنيتي دندو په بهير کې شهيد شو

کابل باختر دوري اوه ويشتمه

 دملي اردو يو سرتيرى دهلمند ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې شهيد او درې تنه نور يې ټپيان شول .

 دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس  ته خبر ورکړ دهلمند ولايت دسنګين او موسي قلعه ولسواليوپه مربوطاتوکې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير  کې دملي اردو  يو عسکر شهيد او درې تنه نور يې ټپيان شول .

  ديوبل خبر له مخې  دملي اردو ځواکونو د هلمند ، کندهار  او غزني دولايتونو په مربوطاتوکې  دبيلابيلو  امنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې   دوه اتيا ډول ډول ماينونه ، اووه کلاشينکوفونه  ، څلور يوولس ډزي ، درې ار پي جې ، دوه ميله پيکا ، درې مخابري ، يوه تومانچه ، دوه پرتلي او دتجهيزاتو پوځي وسايل هم ددندو برخه والو ځواکونو  لاس ته ورغلي دي .

  ديوبل خبر له مخې دملي اردو ځواکونو د هلمند ولايت دسنګين ولسوالي په مربوطاتو کې د مهماتو يوه زيرمه ترلاسه کړي دي .

  ويل کيږي  په دي زيرمه کې يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ، يوه اندازه چاوديدونکي توکي چې دوسله والو مخالفينو له خوا دتروريستي  اوورانکارو عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوى و ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته