امنیت

دتورخم په لاره کې دچاوديدونکو توکو کشف .

کابل باختر د وري پنځمه :
دتورخم په لويه لاره کې په چاوديدونکو توکو او بمونو بار يو موټر دامنيتي مامورينو له خوا کشف او ضبط  شو.
دغه موټر په پاکستان کې په دغو توکو بار شوي و، دتورخم له لارې افغانستان ته راته او د ډار اچوونکو په واک کې  ورکول کيدل .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل  چې  په دغو توکو کې په سلګونوکيلوګرامه چاويددونکي توکي ترلاسه شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې  دچاوديدونکو توکو انډې  دکينو په کريتونو کې ځاى پرځاى شوي وو
دسرحدي پوليسو دغه قوماندان وايي  چې ددغو توکو دليږدولو په تور درې تنه پاکستاني اتباع نيول شوي دي .
دغه چاوديدونکي توکي  دتجارتي کاروانونو او مسافرانو پرمخ دتورخم  دپولې له پرانستلو څخه يوه ورځ وروسته  په دغه پوله کې کشف شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته