ټولنه

دشلو ټولګټو پروژو کار بشپړ شو .

کابل باخترد ليندى پنځه ويشتمه :
په بادغيس ولايت کې دشلو ټولګټو پروژو کار پرون بشپړ شو او له اسانتياوو څخه يې ددغه ولايت ګڼ شمير خلکو ګټه واخسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ.
ددغو پروژو کار داووه سوه شپږ پنځوسو زرو افغانيو په لګښت دبادغيس ولايت دقادس او مقر دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز  قلعه نو په مربوطاتو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړګرځيدلې دي .
په دغو پروژو کې  دکليوالي سړکونو ترميمول او پراختيا ، دفرعي کوڅو پخول او کريړ اچول دکاريزونو او کانالونو پاکول ، دپلګوټو جوړول  او دټولنيزو مرکزونو  ايزوګام  او پلستر کول شامل دي .
ديادونې وړ ده چې ددغو پروژو دتطبيق او عملي کولو په بهير ٣٢٢ ماهرو او ناماهرو  کارګرانو ته دلنډ مهال کار زمينه برابره شوې وه .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دساتنې او څارنې پروژې په بادغيس ولايت کې٢٣٦ کلي دانکشافي پروګرامونو ترپوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې په دې بريالي شوې ده چې په بيلابيلو برخو کې دشلو پروژو کار بشپړ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته