کابل / دتلې ٩مه / باختر :
په طالبانو ډلې پورې اړوند ٤٥ کسان په فارياب کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت الله رحيمي د باختر اژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتوکې دفارياب په بلچراغ ، دولت اباد ، المار ، قيصار ، خواجه سبز پوش اوشيرين تګاب ولسواليو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په پايله کې ٤٥ ډار اچوونکي ووژل شول او ١٩ نور يې ټپيان شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې څو سپکې او درندې وسلې په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي . ختم_ شکريه _ اکرم