امنیت

د لوګر په بره کي برک کې د پنځه تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

پل علم باخترد ليندۍ دمياشتې٥نيټه :      
پنځه تنه وسله وال طالبان تېره شپه د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې ووژل شول .
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د بره کي برک ولسوالۍ د غوچي په مربوطاتوکې په هوايي بريد کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې په حکيمي مشهور احمد چې په لوګر ولايت کې د لسګونو تنو دولتي کارکوونکو د وژني عامل دى، هم شامل دى.
احمدزي زياته کړه: په دې هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز مشهور قوماندان قاري ًبرهان ټپي شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښارکې شپږ تنه            وسله وال طالبان د صفر-١ قطعې د ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته