کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
اووه تنه وسله وال طالبان دخپل ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دغور ولايت وياند عبدالحي خطيبي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې ماين ښخوونکو طالبانو غوښتل دپسابند ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې دماينونو په ښخولو سره په امنيتي ځواکونو بريدونه وکړي .
د ده دڅرګندونو له مخې :دغه طالبان هدف ته له رسيدو مخکې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول.
په واټونو کې دماينونو ښخول په وروستيو کلونو کې د دولت په کارکوونکو او پوځيانو دبريد په مقصد د طالبانو له جنګي تکتيکونو څخه دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ