روغتیا

په سمنګانوکې څلور روغتيايي کلينيکونه جوړ شول

ايبک  باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه  :
په سمنګانو ولايت کې د يوې اوونۍ په بهيرکې څلور روغتيايي کلينيکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکتر ميرآقا عصمتي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کلينيکونه د خرم سارباغ، روى دواب او د حضرت سلطان په ولسواليو او د دغه ولايت په مرکزکې د هندوستان هېواد په مرسته د څه ناڅه ديرش ميليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول د يو کال په بهيرکې جوړ شوي دي.
عصمتي زياته کړه چې په دغو کلينيکونوکې د عملياتو، د نسايي ولادي خونې، درملتون او اداري څانګې شاملې دي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د دغو ولسواليو څه ناڅه شپيتو زرو اوسيدونکو ته اسانتياوې برابرې شوې دي.
د سمنګانو د عامې روغتيا رئيس وويل: همدا اوس د سمنګانو ولايت په کچه څلور څلويښت روغتيايي مرکزونو شتون  لري چې په روغتيايي خدمتونو بوخت دي.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته