امنیت

دناد علي ولسوالې ددښمن له شتون څخه پاکه شوه .

١٩-کابل باختر د مرغومي پنځمه

افغان ځواکونو نن دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ دپاکولو خبر ورکړ .

  دهلمند ولايت  امنيه قوماندان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په هغو تصفيوي عملياتوکې  چې دايساف دځواکونو ، ملي اردو اوملي پوليسو له خوا دناد علي ولسوالۍ په  لوى مانده ، لوچک  او نورو سيموکې ترسره شول له امله يي دغه سيمې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکي شوي او درې تنه طالبان  او يو پوليس ووژل شول .

 خبرځاى زياته کړه  په دغو عملياتو کې دتانک ضد ٤٢ ماينونه ، يوه پيکا ماشينګڼه ، يوکلاشينکوف  او درې موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 خبرځاى څرګنده کړه ددغو عملياتو په ترسره کولو سره دنادعلي ولسوالۍ چارواکو د سيمې خلکو سره له نږدي  وکتل او دامنيت دتامينولو ، بيا جوړونې او پرمختګ په باب يي خبرې کړې او دسيمو خلکو دولسوالۍ  له چارواکو څخه وغوښتل چې په لومړۍ  ګام کې ښخ  کړي شوي ماينونه پاک کړې او دغه راز دزد ه کوونکو پرمخ  ښوونځي پرانيزي  روغتيايي مرکزونه فعال کړي اوهم بيا جوړونې  برخي ته پاملرنه وشي .

 په دغو سيمو کې له دريو کلونو راپديخوا وسله وال تروريستان فعال و او دخلکو آرام ژوند يي له ستونزو سره مخامخ  کړې و . اوس ددغو سيمو خلک په سوله ئيزه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته