امنیت

په غزنى کې د القاعده د ډلې يو قوماندان له ٣٨ تنو ډار اچوونکو سره ووژل شو

غزنىباختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
د يوه  قوماندان په ګډون د القاعده شبکې ٣٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د غزني د والي وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ډ اراچوونکي  د اندړو ولسوالۍ د سردار قلعه او مرادي په کليوکې ووژل شول.
په قاري کوچي مشهور قاري فضل الرحمن د القاعده يو قوماندان، مولوي عبدالحکيم او عمر فاروق د طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي .
خبرځاى زياته کړه: دغه عمليات له ځمکې او هوا څخه په دقت سره پيل شول چې د ملکي کسانو د سر د زيان مخه ونيول شي.
ده زياته  کړه: دغه عمليات په اندړو ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو تر بشپړ ځپلو پورې دوام  لري.
پاى ش ذ  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته