امنیت

دکونړ په ځينوبرخو کې د ډار اچوونکو له شتون څخه دپاکولو ددويم ځل لپاره دعملياتو پيل .

کابل باختر دتلي  ديرشمه :
په هېواد کې داستازو دغونډې دانتخاباتو دترسره کولو په خاطر ، په کونړ کې د ډار اچوونکو پرخلاف پوځي عمليات بيا له سره پيل شول .
  دغه عمليات څه دپاسه دوه مياشتې مخکې داسمار او غازي اباد ولسواليو په ځينو برخو کې پيل شول .
دهېواد په ختيځ کې  دملي اردو يوجګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ددغه پوځي عملياتو په بهير کې په يو نوي اقدام کې داسمار او غازي اباد ولسواليو په لويه لاره کې  څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول  .
ده وويل پوځيان بريالي شول چې په اسمار او غازي اباد کې دطالبانو او داعشيانو څو مرکزونه کشف او دړې وړې  کړي .
  ددغه عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې  څه دپاسه  ١٥٠ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او په لسګونو تنه  نور ټپيان شوي دي .
ددغو عملياتو ترسره کول داوسيدونکو لپاره دامنيت تامينول او دبيا رغاونې او حکومتوالۍ  اساسي موخه بلل شوې ده .
   ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته