ټولنه

يو تن دجعلي پيسو دپلورنې او رواجولو په تور ونيول شو .

کابل باختر د کب  څوارلسمه :
يو تن په هرات ولايت کې دجعلي پيسو درواجولو اووړاندې کولو په تور ونيول شو .
دغه سړى  چې دفراه ولايت اصلي اوسيدونکي دى  ديوتن صراف  دتيلفوني  خبرتيا له مخې  کله يې چې غوښتل  څلور مليونه ايراني تومان له افغاني پيسو سره تبادله کړي  دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دپنځمې امنيتي حوزې له جنايي جرمونوسره دمبارزې  دمنسوبينو له خوا  د ګلانو له چوک څخه  لاس په لاس ونيول شو  چې له څيړنې وروسته مشخصه شوه  چې يو مليون او سل زره ايراني تومانه يې  جعلي دي .
دهرات والي وياند  جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل  چې نيو ل شوى سړى  د زياتو تحقيقاتو په مقصد  دپوليسو  ترڅارنې لاندې دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته