امنیت

په هلمند کې ۳۴ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

لښکر ګاه باخترد غبرګولي د مياشتې ۲۲ مه
د هلمند ولايت په مارجې،ګرمسير او نادعلي  ولسواليو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د خالد درې په نامه په پيل شويو عملياتو کې ۳۴ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ګڼ شمېر يې ټپيان شول.
د هلمند والي وياند عمر ځواک باختراژانس ته وویل چې دغه عمليات چې د غوڅ ملاتړ هوايي همکاري هم له ځان سره لري درې ورځې وړاندې په مارجې، ګرمسېر، سنګين او نادعلي ولسواليو کې پېل شوي دي.
ځواک زياته کړه چې دغه راز په پيل شويو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو ګڼ شمېر پټنځايونو تر څنګ د دوی زيات شمېر وسايط ا ومهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د ده په خبره پيل شوي عمليات به ترهغو پورې دوام وکړي څو چې ټولې سيمې په بشپړ ډول له وسله والو مخالفينو څخه پاکې شوي نه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته