کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٦ :
د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار يوشمېر واټونه قيرکيږي .
دغه واټونه به د اروپا د اتحاديې په مرسته او د جلال آباد د ښاريانو په ونډې اخيستنې سره قير شي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې ؛
په دې پروګرام کې به د سترو او فرعي واټونو ٢٣ کيلومتره سړکونو، د ٣٠٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت قير شي .
د جلال آباد ښاروال حميدالله افغان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې له دې جملې څخه د دغو واټونو د پخولو٢٠٠ زره ډالره اروپايي اتحاديه ورکوي او ١٠٠ زره ډالره د جلال آباد خلکو په غاړه اخيستي دي.
د دغو واټونو د پخولو کار د جلال آباد د ښاروالۍ او د هبيتات موسسې تر نظر لاندې پرمخ بيول کيږي .
د جلال آباد ښاروال دغه راز وويل چې دهبيتات موسسې ژمنه کړې ده چې په ښارکې يوشمېرويجاړ شوي سړکونه هم ترميم او بيارغاوي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي سليم خان کندزي د هبيتات له موسسې او د جلال آباد له خلکو څخه د دغو واټونو په پخولوکې د ونډې اخيستې له امله مننه وکړه .
د ننګرهار ولايت په تېره بيا د جلال آباد ښار د افغانستان له پرمختللو ښارونو څخه شمېرل کيږي .
ددغه ولايت زياتره واټونه او لويې لارې قير شوي او اوس ځينې واټونه پاتې دي .
د جلال آباد ښاروال وايي چې دوى هلې ځلې کوي چې د مرسته کوونکو موسسو او د دولت په مرسته دغه واټونه هم پاخه کړي .
4 1 دقیقه لوستل