دهرات ولايت په پښتون زرغون او اوبي ولسواليو کې له زرو زيانمنوشويو کورنيو سره مرسته کيږي .
دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه مرستې چې خوراکي توکي ، دکرنې اصلاح شوي تخمونه او حيواني واښه پکې دي دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا دپښتون زرغون او اوبي ولسواليو په بي وزلو خلکو ويشل کيږي .
په هغې غونډه کې چې دمصيبت ځپلو کسانو د تشخيص دڅرنګوالي او ددغو مرستو دويشلو په مقصد جوړه شوې وه دهرات دولايتي شورا مرستيال خبرې وکړې او وي ويل دغه مرستې کولاي شي دخلکو يوڅه ستونزې حل کړي .
ويل کيږي ددغه پروګرام له لارې په هري کورنۍ ٢٥٠ کيلو ګرامه خوراکي توکي ، غنم او دکرنې اصلاح شوي تخمونه ويشل کيږي .
مخکې له دې هم دهرات ولايت په ګلران ، کشک ، رباط سنګي ، فرسي ، چشت شريف او ادرسکن ولسواليو کې له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې له لارې له زرو اړو کورنيو سره دغه شان مرسته شوې وه .