نړۍ

دليبيا نوي صدراعظم دوفا دارۍ لوړه وکړه

طرابلس رويترز  باخترد وږي دمياشتې  ١٦  :
عمرالحاسي پرون دليبيا دملي ژغورنې دحکومت دصدراعظم په توګه دوفادارۍ  لوړه وکړه .
درويترز دخبري آژانس دخبرله مخې :عمرالحاسي څه موده مخکې دليبيا دملي کانګرس له خوا دصدراعظم په توګه  انتخاب او معرفي شوى و .
دليبيا دملي   ژغورنې دحکومت دصدراعظم دوفادارۍ په لوړې سره دحکومت ديو مخالف قوماندان خليفه حفتر  ترفرمان لاندې ځواکونو ويندوى اعلام وکړ  چې  ډير ژر به دليبيا دپايتخت طرابلس ښار پرخلاف يرغليز عمليات پيل کړي.
دليبيا دوه مهم او ستراتيژيکي ښارونه  طرابلس او بن غازي  دغه راز دوسله والو دښمنو ځواکونو ترمنځ دسختو نښتو ډګر دى .
په ٢٠١١ ميلادي کال کې دليبيا دپخواني ديکتاتورمعمرالقذافي دراپرځيدو له وخت څخه تراوسه پورې دغه هېواد تل د ناآراميو ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته