
کابل، د غوايي ۷مه، باختر
له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په پر له پسې هڅو او د سعودي عربستان په همغږۍ او همکارۍ وتوانېدو، چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو لومړنۍ جوپه له دې هېواده وباسو او د سعودي عربستان جدې ښار ته يې ولېږدوو، ترڅو په لنډه موده کې هېواد ته راستانه شي.
اسلامي امارت د سعودي عربستان له شاهي مملکت څخه د زړه له کومې مننه کوي، چې په دې برخه کې يې مرسته وکړه.
خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې په سوډان کې د نورو بند پاتې افغانانو د خوندي اېستلو لپاره د اسلامي امارت هلې ځلې روانې دي او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده کوي.