روغتیا

دغزني ولايت مخورو دجمهور رييس له مرستيال سره وکتل

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
  دغزني ولايت مخورو  دجمهور رييس له مرستيال  سره وکتل .
دغزني ولايت دجاغوري ولسوالۍ يو شمير مشرانو اومخورو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې چې په ملي شورا کې دجاغوريو دخلکو استازو او دغزني دولايتي  شورا ځينو غړو هم برخه لرله  دکتنې  برخه والو ددغې ولسوالۍ دخلکو دسيمه ئيزو  ستونزو په باب جمهور رييس ته معلومات وړاندې کړل .
ددوي د څرګندونوله مخې  دجاغوري  ولسوالۍ په بيلابيلو  سيموکې وروستيو سيلاونو ددغې ولسوالۍ خلکو ته سخت زيان رسولي دي خو تراوسه پوري داړوندو ادارو له خوا دمصيبت ځپلو کسانوسره هيڅ راز مرسته نه د ه شوي  دبرخه والو  د څرګندونو له مخې  داستوګنې ديو زيات شمير  کورونو ويجاړيدول ، دلسګونو کورنيو بې ځايه کېدل ، دکرنې  او دزراعتي ځمکو او دميوه لرونکو اوبې ميوو  ونو او دڅارويو له منځه تلل  د څښاک داوبو کمښت او مواصلاتي لارو تړل کېدل دجاغوريو  ولسوالۍ په  سيلاو ځپلو  سيموکې دخلکو جدي ستونزي دي .
دوى له پيښو  سره   دمبارزي له ملي کميټې اوله اړوندو اداروڅخه وغوښتل چې ډير ژر په جاغوري  ولسوالۍ کې دوروستيو سيلاونو له مصيبت ځپلو  سره دمرستي په باب اقدام وکړي .
دغه راز دوي خلکو ته درسيدلو تاوانونو دکچې دڅيړنې او دهغوى  دستونزو دحل کولو لپاره ديو هيئت داستولو غوښتنه وکړه .
دغه راز دجاغوري ولسوالۍ  مشرانو په غزني ښار  او ددغه ولايت داړوندو ولسواليو په مواصلاتي لارو کې د ناوړه امنيتي حالت له امله انديښنه څرګنده کړه .  او  ددولت له مشرتابه  هئيت څخه يې وغوښتل چې  ډير ژر دې په دې اړوند لازم تدبيرونه ونيسي .
دغزني ولايت دپوهنې ستونزو ته پاملرنه ، دجاغوري ولسوالۍ په سنګ سوراخ سيمه کې داوبو دبند بياجوړولو ته پاملرنه چې په دې وروستيو وختو کې دسيلاونو دراوتلو له امله ويجاړ شوي دي هغه نور موارد وو چې دکتني برخه والو دجمهور رييس له مرستيال سره طرحه کړل .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دوروستيو سيلاونو له امله دجاغوري ولسوالۍ دخلکو دزيانمن کېدو په نسبت دخواشيني د څرګندولو په ترڅ کې ددغې پيښې زيانمنو شويوکسانو ته دپاملرنې  اوله هغوي سره دمرستي ډاډ ورکړ او ددغي ولسوالۍ دمصيبت  ځپلو کسانو دستونزو د څيړنې لپاره  يې په ملي شورا کې  دجاغوريو دخلکو او دمبارزي دملي اداري داستازو په ګډون ديو هيئت په استولو  باندې ټينګار وکړ .
دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې په دې وروستيو وختو کې له پيښو سره دمبارزي دملي کميټې په غونډه کې  هم دجاغوري  ولسوالۍ له مصيبت ځپلو  کسانو سره دمرستي مسئله وڅيړل شوه او ټينګار وشو  چې په هيواد کې دسيلاونو دراوتلو له امله هيڅ يو زيانمن بايد دنه مرستي له امله  له ستونزو سره مخامخ نه شي  او  يا له منځه لاړ نه شي .
دجمهور رييس مرستيال  په جاغوري ولسوالۍ کې  دوروستيو سيلاونودمصيبت  ځپلو   کسانو دستونزو له څيړنې اومرستې په لاره کې اړوندو مرکزونو  ته لارښوونې وکړي
ده په غزني ښار او اړوندو ولسواليو ته ددغه ولايت  په غزيدلو  مواصلاتي لارو کې دنا امنيو دزياتوالي  په باب دکتنې دبرخه والو دانديښنې په اړوند څرګنده کړه چې دغزني ښار او دمواصلاتي لارو دامنيت دتامينولو لپاره هلې ځلې  دوام لري اوهيله لرم چې دغه هلې ځلې ډير ژر نتيجه ورکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته