
کابل، د وري ۲۵مه، باختر
د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې له مسؤلینو او ملي سوداګرو سره وکتل.
نوموړي په دغه کتنه کې له شبرغان څخه تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي غځولو پروژې د تمویل په اړه خبرې وکړې.
د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د کورني صنعت رول مهم وباله او له هغوی څخه یې د لویو اقتصادي پروژو د تمویل او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې مسؤلینو په دغه کتنه کې وویل، چمتو دي چې له شبرغان څخه تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي د غځېدو د پاتې چارو د بشپړېدو د تمویل لپاره د خپلو برېښنا په بېلونو کې د افغانستان برېښنا شرکت ته لس سلنه زیاتې پیسې ورکړي.
دغه پیسې به یو ځانګړي حساب ته جمع او د یادې پروژې د چارو په بشپړولو کې به ترې ګټه واخيستل شي.
د یادولو وړ ده چې د یادې پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
افغانمل