سیاست

جمهوررئیس غني د بهرنیو او د ګډو کټو هېوادونو په چارو کې د برتانیا د دولت له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د تلې د مياشتې١٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په بهرنیو او د ګډو کټو هېوادونو په چارو کې د برتانیا د دولت وزیر مارک فیلډ سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني ښاغلي مارک فیلډ او ورسره پلاوي ته ښه يې راغلاست ووایه او له هغه څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د ده نېکې هیلې د هغه هېواد ملکې الیزابت او لومړۍ وزیرې ترزامې ته ورسوي.
وروسته دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د نوې ستراتیژۍ، په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات، د افغانستان د راتلونکو ټاکنو، سوداګرۍ او ترانزیت او ټولو سیمه ییزو اړیکو په اړه  بحث او خبرې وکړې.
د بهرنیو او د ګډو کټو هېوادونو په چارو کې د برتانیا د دولت وزیر مارک فیلډ وویل، مونږ تل د افغانستان له خلکو سره وو او په راتلونکي کې به هم د دوی ترڅنګ پاتې شو. هغه زیاته کړه، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو او د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ ملاتړ کوو.
جمهوررئیس غني په تېرو درېو کلونو کې له افغانستان سره د بریټانیا د حکومت او د خلکو له همکاریو د قدردانی په څرګندولو سره وویل، د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ له اعلام وروسته ماحول بدلون کړی او نوي فرصتونه رامنځته شوي چې د بین المللي شریکانو په همکارۍ به په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د تامین لامل شي.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته