نړۍ

پاکستان دسوات په وادي کې يو پوځي مرکز جوړوي

اسلام ابادباختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
دپاکستان صدراعظم نوازشريف پرون اعلام وکړ چې د خيبر پښتونخوا ايالت په سوات وادي کې به يو پوځي مرکز جوړکړي .
باخترآژانس د پاکستان د دي ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ چې د سوات د وادي کنترول په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د پاکستان دحکومت له لاسه ووت او رهبري يې  د پاکستانې طالبانو د تحريک نوى مشر مولانا فضل الله په غاړه واخسته.
په دې وادي کې بې رحمانه وژنې، تاوتريخوالي او په ښوونځيو بريدونه ترسره شوي دي.
د ٢٠٠٧ ميلادي کال د جولاى په مياشت کې پاکستاني پوځيانو د دغې وادي کنترول بيا ترلاسه کړ او ادعايې وکړ چې ياغيان يې وژلي او ځينې يې نيولي دي او شل زره تنه پوځيان يې د سوات په وادي او د هغې په ګاونډيو ناحيوکې پريښودل.
دپاکستان دصدارت دفتر پرون يوه ويناخپره کړه او په هغې کې يې اعلام وکړ چې نوازشريف د سوات وادي ته په خپل سفرکې تاييد کړې ده چې د سوات په وادي او ملکندکې يوپوځي مرکز جوړوي.
د سوات وادي هغه سيمه ده چې په هغې کې طالبانو په  ٢٠١٢ ميلادي کال کې د ښځو او نجونو دحقوقو په يوې فعالې ملالۍ يوسفزي بريد وکړ او په سرکې ټپۍ شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته