سیاست

انجینیر محمد خان، د باد غیس ولایت د امنیه قومندان تورنجنرال ولید جان سرحدي هڅې وستایلې

کابل باختر دتلي شپږمه
د اجرا ئیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان نن له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت دامنیه قوماندان تورنجنرال ولید جان سرحدي سره ددغه ولایت دامنیت په اړه وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د باغیس ولایت امنیه قوماندان تورنجنرال ولید جان سرحدي لومړى د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان ته ددغه ولایت دامنیتي چارو په اړه معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې ددښمن دهر ډول توطئیو او پلانونو دشنډولو په اړه دوی شپه او ورځ په ویښه تیروي .
سرحدي زیاته کړه، د دغه ولایت پر بیلا بیلو برخو د دولت د وسله والو مخالیفینو له لوري وخت ناوخت بریدونه کیږی، ملکي وګړو ته ستونزې پېښوي خو ډاډ يې ورکړ چې په بادغیس ولایت کې میشت پولیس او نور امنیتي منسوبین په پوره میړانې سره هلې ځلې کوي چې په دغه ولایت کې امنیت ټینګ کړي.
امنیه قوماندان د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمد خان څخه وغوښتل چې د ملي یوالي حکومت باید د دغه ولایت په پوځي تشکیلاتو کې زیاتوالی راولي اوپه ښو وسایلو يې سمبال کړي، چې په دغه ولایت کې د مخالیفینو پر ضد مبارزه وکړي او به بشپړه توګه یې له سیمو څخه وشړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د بادغیس ولایت د امنیتي ځواکونو قربانۍ او هلې ځلې وستایلې او ويې ویل : همدا امنیتي سرتیری دي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د وطن د دښمنانو پر وړاندې سرونه قرباني کوي او دوی ته خوله ماتوونکي ګوزارونه کوي .
انجینیر محمدخان وویل، د ملي یوالي حکومت ژمن دې چې د هیواد د دښمنانو په وړاندې د خپلو امنیتي ځواکونو بشپړ ملاتړ وکړي او د دوی په سمبالولو کې چټک ګامونه پورته کړي.
ده زیاته کړه چې په دې اړه حکومت منظم پرو ګرامونه لري چې په پړاويز ډول به پلي شي او د هیواد ټولې سیمې به د مخالیفینو له شتون څخه پاکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته