امنیت

له طالبانو څخه ملا تړ کم شي دي

ديوې نوى څيړنې په نتيجو کې ويل شوي دي چې د افغانستان په خلکو کې دطالبانو ملا تړ کم شوي د ي په دې څيړنه کې ويل شوي دي فساد د افغا نستان د خلکو د ورځني ژوندانه په ټولو برخوکې ستره ستو نزه ده . دغه څيړنه د ايشيا فونديشن د مرکز د غير انتفاعي سا زمان له خوا چې په سانفرانسسکو کې موقعيت لري شوې ده

د ايشيا فونديشن مرکز د څيړنې په نتيجو کې ويل شوي دي چې يو شمير افغانان د طالبانو د هدفو نو ملا تړ کوي چې په تير کال کې په سلو کې له څلويښتو څخه او په ٢٠٠٩ کال کې په سلو کې له شپږ پنځوسو څخه په روان کال کې په سلو کې نهه ويشتو ته کم شوي دى . د نا امنيو له احساس سره سره چې ددغې څيړنې برخه والو څرګند کړي دي په سلو کې شپږ څلويښت يې په دي باور دي چې افغا نستان په سمه لار روان دي.

د هغو کسا نو شمير چې فکر کوي افغا نستان په نا سمه لار روان دي په سلو کى پنځه ديرشو ته زيات شوى دى ، تيرکال دغه شمير په سلو کى اووه ويشت و

بيا جوړونه او بيارغاونه ، دځينو سيمو ښه امنيت اود ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګ د هغو کسا نو درضايت اصلي دليلو نه دى چې فکر کوي افغا نستان په سمه لار روان دى د ايشيا فونديشن د مرکز دروان کال په څيړنه کې زيا تروه ځوا ب ورکوونکو ويلي دي چې ددوى د ورځنيو ژوندا نه په بيلا بيلو برخو کېفساد ستره ستو نزه ده

په سلو کې څلور شپيته هغو کسا نو چې مر کي ور سره شوي دي ويلي دي چې د ولايتو نو په کچه فساد ستره ستو نزه ده او په سلو شپږ اويا نور فکر کوي فساد دټول افغانستان ستونزه ده .

ددغې څيړنې په سلو کې اته ديرش هغو کسانو چې مرکي ورسره شوي دي دامنيت نشتو الې يې ستره ستونزه بللې ده او وزګار تيا، فساد او بي وزلي يې د افغا نستان د خلکو نوري ستو نزې بللي دي

د هغو کسا نو په سلو کې يو اويا کسان چې مرکې ورسره شوي دي ويلي دي د افغا نستان له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته له سفر څخه ويريږي

دايشيا فونديشن د مرکز رئيس ديويد ارنولد وويل نا امني د افغانانو ډيره ستره ستو نزه ده ، افغانا نو ويلي دي چې د امنيت نشتوالې اوشخړه درا تلونکي لپاره ددوى په نظريو اغيزه کړې ده که څه هم دايشيا فونديشن د مرکز په څيړنه کې زيات شمير برخه والو افغا نا نو ويلي دي چې دافغانستان پو ليس او ملي اردو غير مسلکي دي او په پشپړه توګه نه دي روزل شوى زيات شمير خلک فکر کوي چې افغا نستان امنيتي ځواکو نه پرمختګ ګړي د ي

په دې څيړنه کې دروان کال د جولاى په مياشت کې له ځينو خطرنا کو سيمو پرته د افغا نستان په ټولو ولايتونو کې له شپږو زرو درې سوه اته څلويښتو تنو سره مرکه شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته