ټولنه

دمحرم الحرام لسمه يا دعاشورا ورځ په کابل کې ونمانځله شوه .

کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
دمحرم الحرام دلسمې  يا دعاشوراورځ نن په کابل ښار کې  دماتم دخاصو مراسمو او دقران عظيم الشان  دختم په مراسمو سره  درناوى وشو .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دمحرم الحرام دلسمې  يا دعاشورا  دورځې  د درناوي غونډې  تر سختو امنيتي تدبيرونو لاندې دکابل ښار په زياترو تکيه خانو اوجوماتونوکې  جوړې شوې .
په دغو غونډو کې چې دديني عالمانو دکابينې  او دملي شورا   دځينو غړو او د سلګونو تنو  حسيني  ماتم لرونکو  په ګډون  جوړې شوې  ، وينا والو دباطل پرخلاف  دحق دمبارزو او دامام حسين  ( ع )  دشخصيت  ، کارنامو او مبارزو دبيلابيلو اړخونو او ديزيد په وړاندې  ددغه امام  او دهغه ديارانو  دپاڅون په باب  خبرې وکړې .
  دغه راز  دغونډو وينا والو  ټينګار وکړ چې  دامام حسين ( ع )  کارنامو ته  په پاملرنې سره  دهېواد  داوسنيو ستونزو حل کول  دټولو افغانانو يو والي او پيوستون ته اړتيا لري .
دوى څرګنده کړه چې دعاشورا  دردوونکي پيښه له نن ورځې څخه ١٣٧٧ کاله مخکې رامنځته شوې ده په دغه ورځ  دحضرت علي ( ک ) زوى او داسلام دستر  پيغمبر حضرت محمد مصطفي( ص) لمسۍ  امام حسين ( ع ) له دوه اويا تنو يارانو سره يې  په کربلا کې  شهيد شو .
  ويناوالو زياته کړه  چې  حضرت امام حسين ( ع )  او د اسلام دستر پيغمبر اهل بيت  ديزيد دظلم ، بې عدالتي ، او نابرابريوپرخلاف  مبارزه وکړه له دې امله بايد  دهېواد ټول ملت  او ټول مسلمانان  دامام حسين ( ع )  او دهغه ديارانو له مبارزې  څخه  په الهام سره  دټولو ستونزو په وړاندې  مبارزه وکړي . او دمسلمانانو  دبرياليتوب رمز دهغوى په اتحاد ، اتفاق او پيوستون کې  دى .
دوى دغه راز  دملي وحدت  دټينګښت  او دهېواد په ګوټ ګوټ کې  ددايمي سولې او امنيت دتامينولو لپاره  دعا وکړه .
ديادونې وړ ده چې په لازيات پرتم سره  دمحرم  الحرام دلسمې  يا دعاشورا  ددرناوي  او په دغو مراسمو داحتمالي بريدونو دمخنيوي په خاطر  دامنيتي ځواکونو له خوا په کابل ښار کې  سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوې و . او ددغه ښار په زياترو سړکونو کې  دنورو ورځو په نسبت  زيات امنيتي ځواکونه  موظف کړي شوي و .
  ځينې سړکونه  چې دعاشورا دمراسمو  دپرځاى کولو سيمو ته غځيدلي دي  لکه  دکابل ښار په مرکز کې  دابو الفضل زيارت  تړلي  و . او موټرو ته دتګ راتګ  اجازه نه ورکول کيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته