امنیت

په پکتيا کې يو جومات په چاودنه کې وسوځول شو

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
په پکتيا کې يو جومات په بمي چاودنه کې اور واخیست او وسوځېد.
يرغلګرو تېره شپه د ګرديز ښار په دولت زايي کې پر دغه جومات يرغل وکړ او په بم سره يې وچاوه.
د هېواد په جنوب لويديځ کې يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر د جومات له سوځولو وروسته وتښتېدل، خو د پېښې يو شاهد وايي چې طالبان په جومات کې په بم جوړولو بوخت وو چې بم وچاوديد او جومات اور واخیست.
  ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته