(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ټولنه

له قانون څخه د متخلفو ماشومانو سره د مرستې د ۱۲ اړخیز هوکړه ليک د تطبیق کمېسیون غونډه ترسره شوه

کابل، د غبرګولي ۱۸مه، باختر
له قانون څخه د متخلفو ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۱۲ اړخیز هوکړه ‌لیک د تطبیق کمیسیون مشرتابه ناسته وشوه.
دغه ناسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملاعبدالمنان عمري په مشرۍ د ۱۲ هغو دولتي ادارو استازو په ګډون جوړه شوه، چې د ماشوم ساتنې په برخه کې فعالیت او ونډه لري.
په ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مشرتابه سربېره د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو، د زندانونو د تنظیم د چارو ادارې، د مشرتابه د احکامو او فرمانونو د تعقیب څخه د څارنې لوی ریاست، د استخباراتو لوی ریاست، افغاني سرې میاشتې ټولنې او کابل ښاروالۍ استازو هم ګډون درلود.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملاعبدالمنان عمري په دغه ناسته کې وویل چې په اسلام کې یتیم، بې‌سرپرسته او لار ورکو ماشومانو او په ټوله کې د ماشوم کفالت او د هغه حقوقو ته پاملرنه مهمه بلل شوې او په دې برخه کې د ۱۲‌ اړخیز کمیسیون د ټولو ادارو د لازمې پاملرنې غوښتونکی شو.
په ناسته کې د ۱۲‌ اړخیز هوکړه ‌لیک د بیا تطبیق، د هوکړه ‌لیک د تطبیق پر وړاندې د هرې ادارې د ستونزو، د ټولنیزو کارکوونکو د استخدام پر څرنګوالي، د غړو ادارو د شمېر پر زیاتوالي، په دې برخه کې د فعالو مؤسساتو سره په همغږۍ‌ هراړخیز بحث وشو او ټینګار وشو، چې دا ناستې به د ټولو اړخونو په ګډون د ماشوم ستونزو ته د رسېدنې په موخه دوام پیدا کوي.
د یادولو وړ ده چې د ۱۲ ‌اړخیز کمېسیون هوکړه ‌لیک په ۱۳۸۸هجري لمریز کال کې رامنځته شو، چې بیا وروسته یې د غړو شمېر ۱۲ ادارو ته ورسېد او موخه یې له قانون څخه د متخلف ماشوم اصلاح، حقوقو ته یې رسیدنه او له ټولنې او کورنۍ سره د هغه سالم بیا ادغام دی.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا