امنیت

د ملي امنیت سلاکار: په هلمند کې د امنیت د تامینولو لپاره د حکومتوالۍ د بنسټونو حضور او فعالیت پراخوو

کابل- باختر د وږي د مياشتې٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د هلمند ولایت له یو شمېر مخورو او استازو سره وکتل.
دملي امنيت دشورادفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هلمند ولایت قومي مشرانو او استازو د ملي امنیت سلاکار ته د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې د ناامنیو په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او له هغه یې وغوښتل، چې د امنیتي سکتور له وزراتونو او جمهوررييس سره د هلمند ولایت ستونزې شریکې کړي.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه په یاد ولایت کې د پام وړ پرمختګونه لري او د دښمن د ځپلو په موخه خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې د دايمي ثبات د ټينګښت لپاره د سیمه ییزې حکومتوالۍ د بنسټونو حضور او فعالیت اړین دی او دولت به د هلمند ولایت په ټولو ولسوالیو کې د حکومتوالۍ د بنسټونو حضور پراخ او د خدمتونودوړاندې کولو د بهیر موثریت ته توجه وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د هلمند ولایت قومي مشرانو او استازو ته ډاډ ورکړ، چې دولت به په هلمند کې د اقتصادي پروژو په پلي کولوسره خلکو ته د کار فرصتونه رامنځته کړي.
د ملي سلاکار وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس د هلمند ولایت  وضیعت له نږدې څاري او د وروستیو پېښو په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته