-کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
دافغانستان دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر او ملګري هيئت يې نن دقندهار دوالي دميلمستون دپيښې دټپيانو پوښتنه وکړه .
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل ، دافغانستان دملي امنيت دسلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ لوړ رتبه پوځي هيئت ، دستردرستيز ددرستيزوال ډګر جنرال عبدالحميد حميد دکابل ګارنيزيون دقوماندان ډګر جنرال عبدالرحمان رحمان ، دقندهار ولايت امنيه قوماندان ډګر جنرال عبدالرازق اڅکزي ، دجنوب زون دساحوي روغتون قوماندان بريد جنرال ډاکتر سيد عظيم حسيني ، د ٢٠٥ اتل قول اردو دپلې لوا دقوماندان بريد جنرال عبدالفتاح عزيزي ، د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال بريد جنرال سيد اقا صافى چې په سرکې يې د٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال داودشاه وفادار ورسره ملګري و ، دقندهار دوالي دميلمستون د چاودنې دټپيانو او د جنوب زون په ساحوي روغتون کې دبسترو ناروغانو پوښتنه وکړه .
محمد حنيف اتمر ددغې پيښې ټپيانو ته دسملاسي روغتيا دهيلې په ترڅ کې دجنوب زون دساحوي روغتون د ډاکترانو دهلوځلو له امله قدرداني وکړه . او له هغوى څخه يې وغوښتل چې دټپيانو په درملنه کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
0 1 دقیقه لوستل