سیاست

جمهور رئیس غني د هېواد د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸یمې کالیزې په مناسبت د استقلال څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده

کابل باختردزمي دمياشتې ٢٨ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸یمې کلیزې په مناسبت ملي دفاع وزارت کې د استقلال څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست تورن جنرال ارکان حرب طارق شاه بهرامي یې ملتیا کوله او د ملي پوځ سرتېري په منظمو صفونو کې د هېواد له درې رنګه بیرغ سره په درناوي ولاړ وو، د بانډو ټیم ملي سرود غږاوه، د هېواد د خپلواکۍ د معرکې د اتلانو، شهیدان او غازیانو په ځانګړي ډول د خپلواکۍ د باني اعلیحضرت غازي امان‌الله خان په درناوي یې د استقلال څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.
په دې مراسمو کې د هېواد پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، د شاه امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیه، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات سیدیوسف حلیم، د مشرانو جرګې رئیس فضل‌هادي مسلمیار، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د سترې محکمې یو تعداد غړو، د وسله‌والو ځواکونو یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هېوادونو یو تعداد سفیرانو او استازو ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته