امنیت

په پکتيکا کې دوه ماينونه شنډ شول

ښرنه باخترد غبرګولي د مياشتې ۱۴ مه
د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې دوه ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا په لويه لاره کې ځای پر ځای شوي و، له چاودنې څخه مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا شنډ شول.
د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود اندړ باختر آژانس ته وویل چې دغه ماينونه وسله والو طالبانو نن سهار د دغې ولسوالۍ د مرجان خیلو او بهرام کلا په سیمه کې د لویې لارې پر سر ځای پر ځای کړي و او غو ښتل یې چې د بې ګنا وګړو ژوند ته زیان واړوي.
اندړ وایي: ترڅو چې يې په بدن کې ساه وي، هيچاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان وګړو او يا هم خاورې ته زيان ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته