
کابل، د وږي لومړۍ، باختر
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وروستیو سېلاو ځپلو کورینو ته د ښې رسېدنې په موخه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت، ملي او نړیوالو مؤسسو ترمنځ ګډه خبري غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني، د دغه وزارت یو شمېر مسئولینو او د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وویل چې په افغانستان کې له کلونو جګړو او د اسلامي نظام له واکمنېدو وروسته، اوس طبیعي پېښې له افغانانو قرباني اخلي او دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه، پر ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو غږ وکړ چې په دغو سختو شرایطو کې دې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د خوراکي او غیرخوراکي توکو، درملو او انتقالاتو په برخه کې دې ژر تر ژره خپلې عاجلې مرستې دوی ته ورسوي.
حقاني ډاډ ورکړ چې د مرستندویو بنسټونو ټولې بشري مرستې به په وخت او بشپړ شفافیت سره پر اړو او مستحقو کورنیو ووېشل شي او له یادو بنسټونو یې وغوښتل چې خپلې مرستې دې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره په هغمږۍ ترسره کړي.
وروسته، د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رئیس قاري عبدالمتين رحیمزي، له ټولو کورنیو او بهرنیو مؤسسو څخه وغوښتل چې په دغه حساس وخت کې دې د افغانستان له سېلاو ځپلو کورنیو سره مرسته وکړي او خپل ديني او انساني مسئولیت ترسره کړي.
د غونډې په دوام، د هېواد مشهور ديني عالم مفتي محمود ذاکري، د اسلام مبین دين له نظره له زیانمنو شویو سره د بشري مرستو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې انسان د یوه ټولنیز موجود په توګه، باید د یو بل په غم، غمجن او په خوشحالۍ کې یې خوښ شي او په دغه شان سختو حالاتو کې د یو بل لاسنیوی وکړي.
د غونډې په پای کې، د ملګرو ملتو سازمان د «اوچا» دفتر، «UNHCR»، « WFP» او
د یو شمېر نورو مؤسسو استازو، په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره د خپلو شویو مرستو په اړه معلومات ورکړل.
هغوی ډاډ ورکړ چې یادې مؤسسې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ترڅنګ ولاړې دي او په افغانستان کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
د لومړنیو شمېرنو له مخې؛ په دغو وروستیو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سېلاوونو د راوتلو له امله ۱۷۰ تنه هېوادوال شهیدان او ۲۵۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي. دغه راز شاوخوا ۷۰۰۰ څاروي تلف شوي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې، کورونه او بڼونه ویجاړ شوي دي.
وهاج